Menu

د افغانستان د اوبو ارزښت

افغانستان د سیندونو پنځه سترې حوزې لري چې ددې هیواد سطحي اوبه کابو ۵۷ میلیارد متره مکعبه په کال کې اټکل شوې دي. همدارنګه د اوبو د جریان له اړخه،  ددې هیواد موقعیت داسې دی چې اوبه له دې ځایه نورو ګاونډیو لکه ایران،‌ پاکستان او د منځنۍ آسیا هیوادونه ته جریان لري او افغانستان یې د اوبو له پلوه په یوه غني او سراوبي هیواد تبدیل کړی دی. نو په دې اساس د موقعیت له پلوه افغانستان پر خپلو ګاونډیانو ډیر ښه والی لري.

د نورو هیوادنو تجربو دا ثابته کړې ده چې د اوبو څخه اغیزمنه استفاده او ښه مدیریت یې کولای شي چې دا سرچینه د هیواد د پراختیا لپاره په یوه قوي فکتور واړول شي. د داخلي استفادي ترڅنګ، أفغانستان کولای شي چې د مازادو اوبو په بدل کې چې ګاونډیو ته ورتیریږي، ځینې ځانګړي امتیازات ترلاسه کړي. دا امتیازات کیدای شي چې سوداګریزو بندرونو ته لاسرسی او له هغو څخه ګټه اخیستنه او داسې نور شراکتونه وي چې ددې هیواد د ملي اقتصاد د پياوړتیا لامل ګرځیدای شي.

د بیلګې په ډول د کوکچې او آمو سیندونه چې د کال په ټولو فصلونو کې پریمانه اوبه لري دا ظرفیت لري چې د نهرونو او کانالونو له لارې په زرهاوو هکتاره مځکه د کرهنې لپاره چمتو کړي. دا کار د هیواد په کچه د زراعتي محصولاتو د تولید پر مسله او په ټولیزه توګه د خوراکي مصوونیت پر لوري یو سترګام حسابیدلای شي. په مشخصه توګه د کوکچې سین چې د آمو د معاونینو څخه شمیرل کیږی،‌ دا ظرفیت لري چې په امام صاحب،‌ شیرماهي دښته،‌ آبدان میرعلم دښته او ارچې دښته کې کابو یو میلیون هکتاره مځکه خړوبه کړي او په سلهاوو میګاواټه بريښنا تولید کړي. په دې أساس د أفغانستان سیندونه په راتلونکې کې ددې هیواد د پراختیا لپاره په یوه أساسي عامل بدلیدای شي.

خو متاسفانه تر اوسه د افغانستان د اوبو په سکتور کې ډېرې کمې څېړنې او پانګونه شوې ده. په دې سکټور پورې د اړونده تخنیکي پوهې کمښت یوه ستره ننګونه ده چې ددې هیواد د سترو سیندونو د پراختیا او مدیریت پر وړاندې خنډ ګرځیدلی ده. دې خنډ، په ځانګړې توګه په اقتصادي پراختیا کې د اوبو رول ډیر اغیزمن کړی دی. د اوبو د مدیریت او بنیادي پراختیا لپاره اساسي ستنه د پوهې اډانه ده چې افغانستان یې باید رامنځته کړي.  په دې ساحه کې د تخنیکي ظرفیت د کمښت د جبران لپاره یوه لاره داده چې د اوبو په اړه د پوهې او څیړنو د پنځولو څخه ملاتړ وشي او بیا دغو موادو او معلوماتو ته لاسرسی آسانه کړای شي- او دا ټول هغه څه دي چې ددې پورتال د پرلاره اچولو انګیزه یې رامنځته کړې ده. همدارنګه د ظرفیت او لاسرسي د دې تشې د جبران لپاره، افغانستان اړ دی چې د خپلو اوبو د سرچینو او سترو سکتورونو؛ لکه کرنې او سوداګرۍ ترمنځ عملي تړاو رامنځ ته  کړي چې په اقتصادي پراختیا کې د پام وړ اندازه مرسته کوي. د بیلګې په توګه لکه څرنګه چې دمخه هم ذکر وشو،  د کوکچې سیند د خړوبولو پروګرام دا وړتیا لري چې په نوموړې سیمه کې په زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي، او په سلهاوو میګاواټه بریښنا تولید کړي.

خو مخکې له دې چې د افغانستان د اوبو د سرچینو او کلیدي اقتصادي سکتورونو لکه کرنې او سوداګرۍ ترمنځ تړاوونو وسپړل شي، اړینه ده چې په دې برخه کې د هیواد تشکیلاتي، اداري، حقوقي او د پالیسۍ بنسټونه پیاوړي شي. همدارنګه د افغانستان له کرښو تیریدونکو اوبو د مسلې په اړه د ملي ګفتمان رامنځته کول یو ډیر اړین کار دی. له بده مرغه لا تر اوسه په افغانستان کې ددې هیواد د اوبو او په ملي اقتصاد کې یې د رول او د خلکو د ژوند د معیارونو لوړولو په اړه،‌ کافی معلومات او پوهاوی شتون نلري.

اړونده وروسته

  • دا پورتال غښتلی کړو

    ددې پورتال د پر لیکه کولو څخه هدف دادی چې د افغانستان د اوبو په اړه لیکنې، معلومات، علمي څیړنې،‌ نوښتونه، لیدلورې او...

  • ددې پورتال انګیزه

    متاسفانه تر اوسه د افغانستان د اوبو په سکتور کې ډېرې کمې څېړنې او پانګونه شوې ده. په دې سکټور پورې د اړونده...

  • د افغانستان د اوبو ارزښت

    افغانستان د سیندونو پنځه سترې حوزې لري چې ددې هیواد سطحي اوبه کابو ۵۷ میلیارد متره مکعبه په کال کې اټکل شوې دي....