Menu

ددې پورتال انګیزه

متاسفانه تر اوسه د افغانستان د اوبو په سکتور کې ډېرې کمې څېړنې او پانګونه شوې ده. په دې سکټور پورې د اړونده تخنیکي پوهې کمښت یوه ستره ننګونه ده چې ددې هیواد د سترو سیندونو د پراختیا او مدیریت پر وړاندې خنډ ګرځیدلی ده. دې خنډ، په ځانګړې توګه په اقتصادي پراختیا کې د اوبو رول ډیر اغیزمن کړی دی. د اوبو د مدیریت او بنیادي پراختیا لپاره اساسي ستنه د پوهې اډانه ده چې افغانستان یې باید رامنځته کړي.  په دې ساحه کې د تخنیکي ظرفیت د کمښت د جبران لپاره یوه لاره داده چې د اوبو په اړه د پوهې او څیړنو د پنځولو څخه ملاتړ وشي او بیا دغو موادو او معلوماتو ته لاسرسی آسانه کړای شي- او دا ټول هغه څه دي چې ددې پورتال د پرلاره اچولو انګیزه یې رامنځته کړې ده. همدارنګه د ظرفیت او لاسرسي د دې تشې د جبران لپاره، افغانستان اړ دی چې د خپلو اوبو د سرچینو او سترو سکتورونو؛ لکه کرنې او سوداګرۍ ترمنځ عملي تړاو رامنځ ته  کړي چې په اقتصادي پراختیا کې د پام وړ اندازه مرسته کوي. د بیلګې په توګه لکه څرنګه چې دمخه هم ذکر وشو،  د کوکچې سیند د خړوبولو پروګرام دا وړتیا لري چې په نوموړې سیمه کې په زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي، او په سلهاوو میګاواټه بریښنا تولید کړي.

خو مخکې له دې چې د افغانستان د اوبو د سرچینو او کلیدي اقتصادي سکتورونو لکه کرنې او سوداګرۍ ترمنځ تړاوونو وسپړل شي، اړینه ده چې په دې برخه کې د هیواد تشکیلاتي، اداري، حقوقي او د پالیسۍ بنسټونه پیاوړي شي. همدارنګه د افغانستان له کرښو تیریدونکو اوبو د مسلې په اړه د ملي ګفتمان رامنځته کول یو ډیر اړین کار دی. له بده مرغه لا تر اوسه په افغانستان کې ددې هیواد د اوبو او په ملي اقتصاد کې یې د رول او د خلکو د ژوند د معیارونو لوړولو په اړه،‌ کافی معلومات او پوهاوی شتون نلري.

د افغانستان د اوبو په سکتور کې د زېربناوو د نشتوالي یوه خواشینونکې پایله دا ده چې د اوبو اړوند ځانګړې پوهې په برخه کې یوه ستره خلا رامنځته شوې ده. که څه هم د افغانستان د اوبو په اړه بیلابیلو نړیوالو سازمانونو څیړنې او تحقیقات ترسره کړي دي خو په دې برخه کې د افغان څیړونکو او محققینو لخوا ترسره شوې څیړنې او لیکنې ډیرې محدودې او کمې دي. د افغانستان د اوبو په برخه کې د بومي پوهې اډانه یوه اړینه مسله ګڼل کیږي او د تحقیقاتي موسساتو او اکاډیمیکو انستیتیوتونو اغیزمن کار غواړي.

د بومي پوهې اډانې رامنځته کول او معلوماتو او ډیتا ته شفاف او آسانه لاسرسی ددې پورتال د رامنځته کولو یو اساسی لامل دی چې په ترڅ کې په سلهاوو مقالې او څیړنې په یوه ځای کې سره راټولې شوې دي او زموږ هیله داده چې دا پلاتفورم نور هم تقویه او غنی کړای شو. دران تحقیقاتي موسسه دې ته ژمنه ده چې د افغانستان د اوبو په مدیریت او ښې کارونې په برخه کې خپله ونډه ادا کړي او دا راز نوښتونو څخه ملاتړ وکړي.

اړونده وروسته

  • دا پورتال غښتلی کړو

    ددې پورتال د پر لیکه کولو څخه هدف دادی چې د افغانستان د اوبو په اړه لیکنې، معلومات، علمي څیړنې،‌ نوښتونه، لیدلورې او...

  • ددې پورتال انګیزه

    متاسفانه تر اوسه د افغانستان د اوبو په سکتور کې ډېرې کمې څېړنې او پانګونه شوې ده. په دې سکټور پورې د اړونده...

  • د افغانستان د اوبو ارزښت

    افغانستان د سیندونو پنځه سترې حوزې لري چې ددې هیواد سطحي اوبه کابو ۵۷ میلیارد متره مکعبه په کال کې اټکل شوې دي....