Menu

دا پورتال غښتلی کړو

ددې پورتال د پر لیکه کولو څخه هدف دادی چې د افغانستان د اوبو په اړه لیکنې، معلومات، علمي څیړنې،‌ نوښتونه، لیدلورې او بشري منابع په یوه ساده پلاتفورم کې سره راټول شي،‌ ترڅو ددې برخې څیړونکو، د نظر څښتنانو، پالیسي جوړونکو او محصلینو لاسرسی معلوماتو ته تسهیل شي. دا پورتال تر اوسه ډیر نوی دی او ستاسې وړاندیزونه،‌ نیوکې او همکارۍ موږ ته او ددې پورتال غښتلي کولو لپاره ډیر ارزښت لري.

دا پورتال لا تراوسه په خپل ابتدایی مراحلو کې دی او اړتیا ده چې د محتوا له پلوه نور هم غني شي. په همدې اساس موږ له څیړونکو،‌ دیپلماتانو،‌ د نظر څښتنانو،‌ پالیسي جوړونکو،‌ محصلینو او له ټولو هغو څخه چې مرسته کولای شي غواړو چې ددې پورتال سره فکري همکاري وکړي ترڅو له یوې خوا،‌ د افغانستان د اوبو د مدیریت او پراختیا له مسلې سره مرسته شوې وي او له بلې خوا د په دې برخه کې بیلابیل نهادونه او اړونده مراجع سره نیژدې شي او په منځ‌ کې یې همغږي سره ښه شي.

سره له دې چې افغانستان د اوبو پراخه سرچینې لري، خو تر اوسه لا په دې سکتور کې ډېرې کمې څېړنې او پانګونه شوې ده. په دې سکټور پورې د اړونده تخنیکي پوهې کمښت یوه ستره ننګونه ده چې د افغنستان د سترو سیندونو د پراختیا او مدیریت پر وړاندې خنډ ګرځیدلی ده. دې خنډ، په ځانګړې توګه په اقتصادي پراختیا کې د اوبو رول ډیر اغیزمن کړی دی. د منطقه یي او نړیوالو تجربو څخه واضحا مالومیږي چې د افغانستان د اوبو مدیریت او پراختیا کولای شي چې ددې هیواد د اقتصادي پراختیا او منطقه یی همکارۍ لپاره ډیر ارزښتمن رول ولوبوي. د اوبو د مدیریت او بنیادي پراختیا لپاره اساسي ستنه د پوهې اډانه ده چې افغانستان یې باید رامنځته کړي.  په دې ساحه کې د تخنیکي ظرفیت د کمښت د جبران لپاره یوه لاره داده چې د اوبو په اړه د پوهې او څیړنو د پنځولو څخه ملاتړ وشي او بیا دغو موادو او معلوماتو ته لاسرسی آسانه کړای شي- او دا ټول هغه څه دي چې ددې پورتال د پرلاره اچولو انګیزه یې رامنځته کړې ده.

که چیرې غواړې چې له موږ سره همغږي شی او له دې پورتال څخه فکري یا مالي ملاتړ مو په پام کې وي،‌ مهرباني وکړی د [email protected] بریښنالیک له لارې زموږ سره په اړیکه کې شی.

د څیړنیزو مقالو د را استولو لپاره دلته کلیک وکړی.

اړونده وروسته

  • دا پورتال غښتلی کړو

    ددې پورتال د پر لیکه کولو څخه هدف دادی چې د افغانستان د اوبو په اړه لیکنې، معلومات، علمي څیړنې،‌ نوښتونه، لیدلورې او...

  • ددې پورتال انګیزه

    متاسفانه تر اوسه د افغانستان د اوبو په سکتور کې ډېرې کمې څېړنې او پانګونه شوې ده. په دې سکټور پورې د اړونده...

  • د افغانستان د اوبو ارزښت

    افغانستان د سیندونو پنځه سترې حوزې لري چې ددې هیواد سطحي اوبه کابو ۵۷ میلیارد متره مکعبه په کال کې اټکل شوې دي....