Menu
د افغانستان د اوبو پورتال ته ښه راغلاست

د افغانستان د اوبو پورتال ته ښه راغلاست

د افغانستان د اوبو پورتال،‌ ددې هیواد د اوبو په اړه د معلوماتو یوه بیسارې ټولګه ده. د پورتال د پر لاره اچولو څخه هدف دادی چې ددې هیواد د اوبو په اړه لیکنې، معلومات، علمي څیړنې،‌ نوښتونه، لیدلورې او بشري منابع په یوه ساده پلاتفورم کې سره راټول شي،‌ ترڅو ددې برخې څیړونکو، د نظر څښتنانو او پالیسي جوړونکو لاسرسی ورته تسهیل شي. د افغانستان د اوبو پورتال یو داسې مخ پر ودې او تغییر موندونکی نوښت دی چې د لا زیاتې پیاوړتیا لپاره یې ستاسو نظریات او وړاندیزونه مهم رول لري.

د افغانستان د اوبو پورتال ته ښه راغلاست

د افغانستان د اوبو پورتال،‌ ددې هیواد د اوبو په اړه د معلوماتو یوه بیسارې ټولګه ده. د پورتال د پر لاره اچولو څخه هدف دادی چې ددې هیواد د اوبو په اړه لیکنې، معلومات، علمي څیړنې،‌ نوښتونه، لیدلورې او بشري منابع په یوه ساده پلاتفورم کې سره راټول شي،‌ ترڅو ددې برخې څیړونکو، د نظر څښتنانو او پالیسي جوړونکو لاسرسی ورته تسهیل شي. د افغانستان د اوبو پورتال یو داسې مخ پر ودې او تغییر موندونکی نوښت دی چې د لا زیاتې پیاوړتیا لپاره یې ستاسو نظریات او وړاندیزونه مهم رول لري.

دا پورتال غښتلی کړو

ددې پورتال د پر لیکه کولو څخه هدف دادی چې د افغانستان د اوبو په اړه لیکنې، معلومات، علمي څیړنې،‌ نوښتونه، لیدلورې او بشري منابع په یوه ساده پلاتفورم کې سره راټول شي،‌ ترڅو ددې برخې څیړونکو، د نظر څښتنانو، پالیسي جوړونکو او محصلینو لاسرسی معلوماتو ته تسهیل شي. دا پورتال تر اوسه ډیر نوی دی او ستاسې وړاندیزونه،‌ نیوکې او همکارۍ موږ ته او ددې پورتال غښتلي کولو لپاره ډیر ارزښت لري. دا پورتال لا تراوسه په خپل ابتدایی مراحلو کې دی او اړتیا ده چې د محتوا له پلوه نور هم غني شي. په همدې اساس موږ له څیړونکو،‌ دیپلماتانو،‌ د نظر څښتنانو،‌ پالیسي جوړونکو،‌ محصلینو او له ټولو هغو څخه چې مرسته کولای شي غواړو چې ددې پورتال سره فکري همکاري وکړي ترڅو له یوې خوا،‌ د افغانستان د اوبو د مدیریت او پراختیا له مسلې سره مرسته شوې وي او له بلې خوا د په دې برخه کې بیلابیل نهادونه او اړونده مراجع سره نیژدې شي او په منځ‌ کې یې همغږي سره ښه شي.

نور

ددې پورتال انګیزه

د افغانستان د اوبو په سکتور کې د زېربناوو د نشتوالي یوه خواشینونکې پایله دا ده چې د اوبو اړوند ځانګړې پوهې په برخه کې یوه ستره خلا رامنځته شوې ده. که څه هم د افغانستان د اوبو په اړه بیلابیلو نړیوالو سازمانونو څیړنې او تحقیقات ترسره کړي دي خو په دې برخه کې د افغان څیړونکو او محققینو لخوا ترسره شوې څیړنې او لیکنې ډیرې محدودې او کمې دي. د افغانستان د اوبو په برخه کې د بومي پوهې اډانه یوه اړینه مسله ګڼل کیږي او د تحقیقاتي موسساتو او اکاډیمیکو انستیتیوتونو اغیزمن کار غواړي. د بومي پوهې اډانې رامنځته کول او معلوماتو او ډیتا ته شفاف او آسانه لاسرسی ددې پورتال د رامنځته کولو یو اساسی لامل دی چې په ترڅ کې په سلهاوو مقالې او څیړنې په یوه ځای کې سره راټولې شوې دي او زموږ هیله داده چې دا پلاتفورم نور هم تقویه او غنی کړای شو. دران تحقیقاتي موسسه دې ته ژمنه ده چې د افغانستان د اوبو په مدیریت او ښې کارونې په برخه کې خپله ونډه ادا کړي او دا راز نوښتونو څخه ملاتړ وکړي.

نور

د افغانستان د اوبو ارزښت

افغانستان د سیندونو پنځه سترې حوزې لري چې ددې هیواد سطحي اوبه کابو ۵۷ میلیارد متره مکعبه په کال کې اټکل شوې دي. همدارنګه د اوبو د جریان له اړخه، ددې هیواد موقعیت داسې دی چې اوبه له دې ځایه نورو ګاونډیو لکه ایران،‌پاکستان او د منځنۍ آسیا هیوادونه ته جریان لري او افغانستان یې د اوبو له پلوه په یوه غني او سراوبي هیواد تبدیل کړی دی. نو په دې اساس د موقعیت له پلوه افغانستان پر خپلو ګاونډیانو ډیر ښه والی لري. د نورو هیوادنو تجربو دا ثابته کړې ده چې د اوبو څخه اغیزمنه استفاده او ښه مدیریت یې کولای شي چې دا سرچینه د هیواد د پراختیا لپاره په یوه قوي فکتور واړول شي. د داخلي استفادي ترڅنګ، أفغانستان کولای شي چې د مازادو اوبو په بدل کې چې ګاونډیو ته ورتیریږي، ځینې ځانګړي امتیازات ترلاسه کړي. دا امتیازات کیدای شي چې سوداګریزو بندرونو ته لاسرسی او له هغو څخه ګټه اخیستنه او داسې نور شراکتونه وي چې ددې هیواد د ملي اقتصاد د پياوړتیا لامل ګرځیدای شي.

نور